جمعه, مارچ 6, 2026
جمعه, مارچ 6, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

چین کې روباټان د نوي کال په نمانځنه کې د جنګي هنرونو نندارې وړاندې کوي

د ۲۰۲۶ نوي چینايي کال په پروګرام کې په مصنوعي ځیرکتیا(AI) سمبال انسان‌ډوله روباټانو د جنګي هنرونو د حرکتونو په نندارې سره د لیدونکو پام ځان ته خپل کړی دی. دغه کلنی پروګرام د چین له نوي کال سره هممهاله ترسره کېږي او د نړۍ له خورا ډېرو لید وړ تلوېزیوني خپرونو ګڼل کېږي. دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو کې چین په مصنوعي ځیرکتیا او روباټیک کې د پام وړ پرمختګونه کړي دي. د چین انسان ډوله روباټان پېچلي حرکات او په بېلابېلو برخو کې له انسانانو سره همکاري کولای شي. د چین نوی ۲۰۲۶ م کال د ۱۲ حیواني دورې پر بنسټ دی. چینایان د پسرلي جشن په دودیزو مراسمو لکه د کورنیو لیدنې، اورونو، او ډالۍ ورکولو سره نمانځي.

- Advertisment -spot_img