چهارشنبه, مارچ 4, 2026
چهارشنبه, مارچ 4, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

پوتین له افغانستانه د شوروي پوځیانو وتل نه هېرېدونکې ورځ وبلله

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له افغانستانه د پخواني شوروي اتحاد د سرو پوځونو د وتلو د ۳۷ کلیزې په مناسبت په یوه پیغام کې ویلي، چې له افغانستانه د پخواني شوروي ځواکونو وتل د روسیې په پوځي تاریخ کې یوه نه هېریدونکې ورځ ده. نوموړي په عین حال کې ټینګار کړی، چې شوروي سرتېرو د «وطن له ملي ګټو» دفاع کړې او خپله دنده یې په عزت او مېړانه ترسره کړې ده. د هغه په وینا، دغو سرتېرو د سختو ازموینو پر مهال زغم، مېړانه، انسانیت او لوړ اخلاقي چلند وښود. د روسیې ولسمشر همدا راز ویلي، چې د شوروي پخوانیو سرتېرو پوهه، مهارتونه او تجربې باید د روسیې د ځوان نسل د وطن‌پالنې په روزنه کې وکارول شي، ځکه دا کار یوه مهمه ملي اړتیا ده. د یادونې وړ ده، چې د پخواني شوروي وروستی سرتېری د ۱۳۶۷ لمریز کال د دلوې په ۲۶مه له افغانستانه ووت. روسیه له هماغه وخته تر نن پورې هر کال دا ورځ په رسمي مراسمو نمانځي. په همدې تړاو، د طالبانو چارواکو هم د شوروي ځواکونو د وتلو ۳۷مه کلیزه نمانځلې ده. پوتین په خپل پیغام کې ویلي: «ستاسو مسئولانه مدني دریځ، ژمنتیا او د وطن‌پالنې، معنوي او اخلاقي ارزښتونو ته وفاداري د درناوي وړ ده.» په همدې مناسبت، د روسیې او بیلاروس په بېلابېلو ښارونو کې د شوروي ځواکونو د وژل شویو سرتېرو یاد غونډې جوړې شوې. ګډونوالو د یادګارونو پر وړاندې ګلان کېښودل او په ځینو ښوونځیو کې زده‌کوونکو ته د «زړورتیا درسونه» ورکړل شول.

- Advertisment -spot_img