پنجشنبه, مارچ 5, 2026
پنجشنبه, مارچ 5, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د اووه سوه ويکټو ریکارډ د راشدخان په نوم ثبت شو

د افغانستان د شل‌اووریزو لوبو لوبډلمشر راشدخان په نړۍ کې لومړنی لوبغاړی شو، چې په شل‌اووریزو لوبو کې یې تر ټولو ډېرې (۷۰۰) ویکټې ترلاسه کړې. د افغانستان کرېکټ بورډ ویلي، چې د ملي لوبډلې د شل‌اووریزو لوبو لوبډلمشر راشد خان نن یو بل ستر تاریخ هم جوړ کړ. نوموړي په شل‌اووریزو سیالیو کې خپله ۷۰۰مه ویکټه نن له متحده عربي امارتو سره په لوبه کې ترلاسه کړه او په دې سره د کرېکټ د نړۍ په تاریخ کې لومړنی توپ‌اچوونکی شو، چې په شل‌اووریزو سیالیو کې ۷۰۰ ویکټې پوره کوي او دغه ستره نړۍواله کارنامه  د ځان او د افغانستان په نوم ثبتوي. راشد خان تر دې مهاله په ۵۱۸ شل‌اوریزو لوبو کې ګډون کړی دی.

- Advertisment -spot_img