چهارشنبه, مارچ 4, 2026
چهارشنبه, مارچ 4, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

له افغانستانه د امریکايي سرتېرو په وتلو د ټرمپ دوامدارې نیوکې

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه د پخواني ولسمشر جوبایډن پر تګلارې سختې نیوکې وکړې او هغه یې «شرموونکې» وبلله. ټرمپ ویلي که د ده اداره وای، نو هېڅ ډول پوځي تجهیزات به په افغانستان کې نه پاتې کېدل. ټرمپ دا خبرې د شمالي کارولاینا ایالت په فورټ براګ کې د وینا په ترڅ کې کړې او زیاتوي: «تاسو ته هغه پېښه په در یاد ده، چې ټول پوځي تجهیزات یې هلته پرېښودل؟ موږ به داسې نه وو کړي. موږ به هېڅ شی نه وای پرېښي. موږ غوښتل په عزت، ځواک او درناوي ووځو، خو داسې ښکاره شوه لکه موږ چې تښتېدو. موږ له هېچا نه تښتو. دا د بایډن لپاره یوه شرموونکې پېښه وه.» ټرمپ دا هم وپوښتل چې ولې الوتکې له افغانستانه ونه ایستل شوې. هغه ویلي: «موږ تجهیزات نه پرېږدو، موږ جېټ الوتکې نه پرېږدو. ما وویل، ولې دغه الوتکې پرېږدئ؟ ویل یې پرېښودل یې ارزانه دي. دا خو د ۱۵۰ میلیون ډالره الوتکه ده. یوازې لږ تېل یې اچول پکار وو او هر ځای ته الوتلی شوه.» هغه زیاته کړه چې د ده د ولسمشرۍ د لومړۍ دورې پر مهال د امریکا پوځ بیا ورغول شو او اوس تر بل هر وخت پیاوړی دی. ټرمپ ویلي: «د ټولو په مرسته، امریکا د نړۍ تر ټولو پیاوړی پوځ لري. موږ دا پوځ بېرته ورغاوه، رښتیا مو هم ورغاوه. دا کار مې په خپله لومړۍ دوره کې وکړ.» ټرمپ دا څرګندونې په هغو مراسمو کې وکړې، چې د وینزویلا د پخواني ولسمشر نیکولاس مادورو د نیولو په عملیاتو کې د شاملو پوځیانو د درناوي لپاره ترتیب شوي وو.

- Advertisment -spot_img