د جمهوري نظام لومړی مرستیال، امرالله صالح ويلي، چې طالبانو ته د امریکا د نغدو میلیون ډالرو کڅوړو د لېږد مسئولیت یوه تازه جوړ شوي ازبيکستاني هوايي شرکت سره دی. ښاغلي صالح ویلي د همدې فبرورۍ په نهمه د ۴۰ میلیونو ډالرو بار چارتر الوتکه کابل کې ښکته شوې ده. هغه ویلي دا الوتکه د الوتنو په ثبت سیستم کې نه څارل کېږي. نوموړي تر دې وړاندې هم څو ځلې ادعا کړې، چې طالبانو ته د امریکا له لوري نغدې پیسې رسېږي او دا بهیر باید ودرول شي. صالح دا لړۍ د پټو مالي تعاملاتو برخه بللې او پرې تنده نیوکه یې کړې ده. بل خوا امریکايي چارواکو مخکې ټینګار کړی، چې مرستې په مستقیم ډول طالبانو ته نه سپارل کېږي، بلکې د بشردوستانه میکانیزمونو له لارې لګول کېږي. خو د دې موضوع په اړه سیاسي بحثونه لا هم روان دي. دا ادعاوې داسې مهال مطرح کېږي، چې څو اوونۍ وړاندې د د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو کمېټه له لوري پر طالبانو د امریکا د مرستو د بندېدو اړوند لایحه هم تصویب شوې ده. شنونکي وایي، که دا لایحه بشپړه قانوني بڼه خپله کړي، ښايي د مرستو پر بهیر او مالي میکانیزمونو مستقیم اغېز ولري. دا په داسې حال کې ده، چې تراوسه رسماً نه ده تایید شوې چې امریکا طالبانو ته د میلیوني ډالرو کڅوړو د لېږد لپاره کوم هوايي شرکتونه کاروي، خو طالبان ردوي، چې دوی ته دې ګنې مستقیمې پیسې ورځي.



