چهارشنبه, مارچ 4, 2026
چهارشنبه, مارچ 4, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د کم عمره نجونو په ودونه د ملګرو ملتونو اندېښنه

ملګرو ملتونو ویلي چې په هرو درېیو ثانیو کې د نړۍ په یو ځای کې یوه نجلۍ ودېږي؛ داسې څه چې د کم‌عمره نجونو له بشري حقونو سرغړونه ده. نوموړي سازمان په خپله اېکس پاڼه کې لیکلي، چې د ماشومانو ودونه له بشري حقونو سرغړونه ده، چې نجونې «بشپړو وړتیاوو او ظرفیتونو» ته د رسېدو له فرصته بې برخې کوي. ملګرو ملتونو زیاته کړې: «د ولنټاین پر دې ورځ د ملګرو ملتونو د وګړو له صندوق سره یو ځای شئ او د جنسیت پر بنسټ د دغه ډول تاوتریخوالي پر وړاندې غږ پورته کړئ.» دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې هم د کم عمره نجونو ودونه دود ګرځېدلی او ګڼو سیمو کې یې نه یوازې مخنیوی نه کېږي، بلکې د یوه ټولنیز دود په سترګه منل کېږي. راپورونه ښيي، چې اقتصادي بېوزلي د دا ډول ودونو لوی لامل دی، داسې چې ځينې کورنۍ خپلې کوچنۍ لوڼې د پیسو په بدل کې واده ته اړ باسي. ملګرو ملتونو تل ټينګار کړی، چې کم عمره او جبري ودونه د نجونو روغتیا ته جدي پایلې لرلی شي، زده‌کړو ته یې لاسرسی محدودوي او هغوی له ګڼو نورو ننګونو لکه کورني تاوتریخوالي او له وخت مخکې اميداورۍ سره مخ کوي.

- Advertisment -spot_img