چهارشنبه, مارچ 4, 2026
چهارشنبه, مارچ 4, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د ولس لوږه او له بیت المال سره د طالبانو لوبې څه پيغام لري؟

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د دې ويډيو په خپرولو سره لیکلي؛ د افغانستان عام ولس چې د سهار او ماښام ډوډۍ ته حیران دی او د بې‌وزلۍ تر ټولو سختې ورځې تېروي، د بیت المال له وسلو سره دا ډول لوبې کول د ملت پر زخمونو مالګه اچول دي. دوی لیکي؛ په یو هېواد کې چې خلک یې د یوې ګولې ډوډۍ لپاره محتاج وي، د زرګونو افغانیو په ارزښت مهمات په هوا کې دودول نا انساني او نااسلامي عمل دی. د دوی پر وينا؛ هره مرمۍ چې هوا ته ویشتل کېږي، بېرته ځمکې ته راګرځي. دا “سرګردانه مرمۍ” اکثراً د بې‌ګناه هېوادوالو، په ځانګړې توګه د ماشومانو او ښځو د ټپي کېدو او مړینې لامل ګرځي. ځينې نور بيا وايي؛ دغه وسله‌وال چې له جنګونو وزګار شوي، د دې پر ځای چې د ولس خدمت او امنیت ته پام وکړي، خپل پخوانی جګړه‌ییز عادت د ملت په شتمنۍ پالي. دوی زیاتوي، د یو مسئول نظام لومړیتوب باید د ملت نس مړول او د هغوی سر خوندي کول وي، نه دا چې د بیت المال وسلې د شخصي نندارو او ولسي ګواښونو لپاره وکارول شي. دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم د طالبانو غړو له لوري ورته نندارې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې ترسره شوي، چې يو شمېر هېوادوالو ته په کې ځاني او مالي زیانونه هم اوښتي دي.

- Advertisment -spot_img