د افغانستان د خبریالانو مرکز خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې پر راډیو ګانو د طالبانو له خوا لګېدلي محدودیتونه په بېساري ډول زیات شوي دي. یاد بنسټ د راډیو د نړیوالې ورځې په مناسبت د یوه بیان په خپرولو سره ویلي، چې په افغانستان کې په تېر یوه کال کې یو شمېر راډیوګانې یا ګواښل شوې او يا د راډیوګانو یوشمېر خبریالان هم احضار شوي، نیول شوي او یا په بند کې اچول شوي دي. د افغانستان د خبریالانو مرکز زیاتوي، چې پر افغانستان واکمنو طالبانو د ډله يیزو رسنیو د قانون پرځای د فرمانونو او اجرایي قوانینو له لارې پر رسنیو محدودیتونه لګولي دي. د دې مرکز د موندنو له مخې په تېرو څه باندې ۴ کلونو کې لږترلږه ۲۴ فرمانونه چې د رسنیو فعالیت محدودوي صادر شوي، چې دې کار د راډیوګانو پر فعالیت هم مستقیم اغېز کړی او د ښځو پر کار ممنوعیت، د ښځو د غږونو خپرولو ته اجازه نه ورکول او د راډیوګانو د فعالیت د جوازونو د تمدید لپاره د خنډونو رامنځ ته کول په دې ډله کې شامل دي. د افغانستان د خبریالانو مرکز له واکمنو طالبانو غوښتي، چې د ډله يیزو رسنیو قانون ته درناوی وکړي، له قانون څخه لوړ اقدامات بند کړي او راډیوګانو ته اجازه ورکړي، چې د ژورنالیزم د اصولو په اساس آزاد فعالیت وکړي. د دې مرکز د ارقامو له مخې په افغانستان کې شاوخوا ۲۲ راډیوګانې فعالې دي. د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند خبیب غفران پرون د جمعې په ورځ ویلي، چې رسنۍ باید له اسلامي او فرهنګي ارزښتونو سره سمې فعالیت وکړي او زیاته کړې یې ده، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته ۴۰ راډیوګانو ته د فعالیت جوازونه ورکړل شوي او د فعالو راډیو ګانو ټول شمېر ۲۲۸ ته رسېږي.



