د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر، مولانا فضلالرحمن یو وار بیا د پاکستاني حکومت پر پالیسیو نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې یاد هېواد له هېڅ ګاونډي سره ښې اړیکې نه لري. مولانا فضلالرحمن په یوه خبري غونډه کې ویلي، امریکا نه غواړي، چې روسیه او چین په افغانستان کې پانګونه وکړي، د همدې موخې د تعقیب لپاره له پاکستانه د نیابتي ډلې په توګه کار اخلي. نوموړي همدا راز خبرداری ورکړی، چې د پاکستاني حکومت اوسنۍ پالیسي د پاکستان ملت ته د منلو نه ده، ځکه پاکستان دا مهال له هېڅ یو ګاونډي سره ښې اړیکې نه لري. د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر د پاکستان له اوسني حکومته غوښتي، چې د افغانستان په ګډون له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره ښې اړیکې ولري. مولانا فضلالرحمن تر دې مخکې هم د پاکستان پر حکومت توندې نیوکې کړې او له ګاونډیو هېوادونو سره یې د اړیکو پر پراختیا او پياوړتیا ټینګار کړی و. د یادولو وړ ده، چې له تېرو څه باندې درېیو میاشتو راهیسې د افغانستان او پاکستان ترمنځ هر ډول سوداګري بنده شوې او د دواړو هېوادونو اړیکې ترینګلې شوې دي.



