نن د فبروري ۱۴مه ولنټاین یا د مینانو نړیواله ورځ ده. دا ورځ د نړۍ په ډېری هېوادونو کې نمانځل کېږي، خو د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې د دې ورځې پر نمانځلو سخت ممنوعیت لګېدلی دی. د طالبانو حکومت له دې مخکې اعلان کړی، چې والنټاین د لوېدیځوالو دود دی او دا او ځینې نورې ورځې د افغاني ټولنې له اصولو سره سمون نه لري. خو په عین حال کې په افغانستان کې یوشمېر خلک دا ورځ یوبل ته د ګلانو او نورو ډالیو په ورکولو سره په پټه نمانځي او په دې توګه د ژوند شریکانو او نورو عزیزانو ته د خپلې مینې اظهار کوي.



