پنجشنبه, مارچ 5, 2026
پنجشنبه, مارچ 5, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د ښځو او نجونو د خوندیتوب په اړه له طالبانو د ملګرو ملتونو غوښتنه

په ملګرو ملتونو کې د بریتانیا استازي ويلي، چې طالبان دې نړیوالو ژمنتیاوو او افغان نجونو او ښځو د خوندیتوب په برخه کې ماناداره ګامونه پورته کړي. دغې استازولۍ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د طالبانو د بندیزونو کمېټې د ماموریت غځولو ته مثبته رایه ورکړې ده. په ملګرو ملتونو کې د بریتانیا استازولۍ ټینګار کړی، چې طالبان دې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي. ورته مهال په دې غونډه کې د پاکستان استازي عاصم افتخار ویلي، چې طالبان دې د انزوا او تعامل ترمنځ یو غوره کړي. نوموړي ټينګار کړی، چې ترهګرې ډلې دې د افغانستان خاوره نه کاروي. بل پلو، د روسیې استازي ویلي، چې نړیواله ټولنه دې له طالبانو سره تعامل ته دوام ورکړي. د (۱۹۸۸) د افغانستان د بندیزونو نظام د هغو کسانو، ډلو او بنسټونو پر شتمنیو، سفرونو او نورو اړوندو مسایلو بندیز لګوي چې له طالبانو سره تړاو لري او د افغانستان سولې، امنیت او ثبات ته ګواښ بلل کېږي.

- Advertisment -spot_img