چهارشنبه, مارچ 4, 2026
چهارشنبه, مارچ 4, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د افغانستان او تاجيکستان پر پوله لا هم وضعیت ترینګلی دی

‏د روسیې د امنیت شورا منشي، سرګي شویګو ویلي، چې د افغانستان او تاجيکستان د پولې وضعیت لا هم کړکېچن پاتې دی. هغه د هغو څو ځلې هڅو یادونه وکړه چې ځینې کسان په غیرقانوني ډول له پولې د تېرېدو هڅه کوي، چې په وروستیو اوونیو کې د وسله والو نښتو لامل هم شوي دي. شویګو روسي رسنیو سره خبرو کې زیاته کړې، چې د ترهګرۍ او مخدره توکو د قاچاق پر ضد مبارزه یوه اصلي دنده ده. هغه ويلي د ګډ امنیتي تړون (CSTO) لاندې د افغانستان-تاجیکستان د پولې د پیاوړتیا یوه برنامه اوس په پلي کېدو ده. دا په داسې حال کې ده، چې د ټولیز امنیتي تړون سازمان د ګډ درستیز مشر، اندری سردیوکوف ویلي، چې په افغانستان کې د افراطي او ترهګرو ډلو حضور د سیمې امنیتي وضعیت له خطر سره مخ کړی او د منځنۍ آسیا ثبات ته جدي ګواښ بلل کېږي. بل خوا راپورونه وايي، چې سږ کال به د CSTO، د خپلواک هېوادونو د ګډې ټولنې (CIS) او د شانګهای همکارۍ سازمان (SCO) ګډه غونډه ترسره شي، تر څو د افغانستان او منځنۍ آسیا په امنیتي ننګونو بیا کتنه وکړي. طالبانو تراوسه رسماً د دغو وروستیو پرمختګونو په تړاو غبرګون نه دی څرګند کړی.

- Advertisment -spot_img