چهارشنبه, مارچ 4, 2026
چهارشنبه, مارچ 4, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

اروپايي ټولنې افغانستان کې راډیو د ښوونې مهمه وسیله بللې

د فبرورۍ ۱۳مه د راډیو نړیوالې ورځې سره برابره ده. په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ ویلي چې راډیو د خبر رسونې او ښوونې یوه له مهمو وسیلو ده او په لرې پرتو ښارونو او کلیوالو سیمو کې د پیغام رسولو حیاتي رول لري. یادې استازولۍ زیاته کړې، چې راډیو هغه ځایونو ته رسېږي، چې نورې رسنۍ نه شي رسېدلی او په ځانګړې توګه د افغان ښځو او نجونو د خبر رسونې او ښوونې برخه کې یې له رول انکار نه شي کېدای. اروپايي ټولنې ټینګار کړی، چې د خپلواکو، معلوماتي او تعلیمي رسنیو ملاتړ د خلکو د باوري معلوماتو ترلاسه کولو او پوهاوي د لوړولو لپاره حیاتي اهمیت لري. همدارنګه، د رسنیو ملاتړي موسسې وايي، چې د راډیو ملاتړ د عامه پوهاوي، ښوونې او د خلکو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د توانمندۍ لپاره اساسي رول لري. دا ورځ داسې مهال افغانستان کې نمانځل کېږي، چې د طالبانو د سخت دریځه تګلارو له امله هېواد کې ګڼ شمېر راډیويي رسنۍ د مالي فشارونو، سیاسي محدودیتونو او کاري ځواک د نه موجودیت له امله تړل شوې دي.

- Advertisment -spot_img