د امریکا د کانګرس د بهرنیو چارو کمېټې ډیموکرات استازو د ټرمپ د حکومت په دې پرېکړه نیوکه وکړه، چې امریکا ته په شرایطو برابر افغانانو لېږد یې درولی او دا کار یې غیراخلاقي او د امریکايي ارزښتونو او ملي ګټو خلاف وباله. سره له دې، چې ډیموکراتان په کانګرس کې فشار راوړي، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه جګپوړي چارواکي ویلي، چې د ټرمپ حکومت لسګونه افغان پناه غوښتونکي درېیمو هېوادونو ته لېږدوي، چې ډېری یې په افریقا کې موقعیت لري. «د همکارانو پرېښودل د امریکا له ارزښتونو سره په ټکر کې دي» د ډیموکرات ګوند په مشرۍ د کانګرس یوې ډلې واشنګټن کې په یوه غونډه کې ویلي، چې په افغانستان او سیمه کې د زرګونو پخوانیو همکارانو او کارکوونکو پرېښودل یو «غیراخلاقي» اقدام دی او د امریکا له اساسي ارزښتونو سره په ټکر کې دی. دیموکراتې استازې کاملاګر-دو، چې د غونډې کوربنه وه، ټینګار وکړ: «له افغان همکارانو او پخوانیو سرتېرو سره د شویو ژمنو درناوی حزبي موضوع نه ده، بلکې د امریکا له ملي اعتبار سره تړاو لري.» هغې خبرداری ورکړی، چې د دغو کسانو د ملاتړ په برخه کې پاتې راتلل به د امریکا پر ژمنو د نړۍ باور زیانمن کړي. یوه بل استازي هم په شرایطو برابر افغانانو د دوسیې د څنډې ته کېدو په اړه اندېښنه وښوده او ویې ویل هغه کسان چې یو وخت یې د امریکايي سرتېرو ژوند ژغورلی، اوس تر بل هر وخت بيړنۍ مرستې او لېږد ته ډېره اړتیا لري. هغه د ټرمپ د حکومت د کډوالۍ د محدودیتونو یادونه وکړه او خبرداری یې ورکړ، چې د دغو پناه غوښتونکو جبري ستنول به هغوی د شکنجې او مرګ له مستقیم خطر سره مخ کړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال سلاکار پاول کپور، د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د فرعي کمېټې په غونډه کې ویلي، چې قطر او اماراتو ته لېږدول شوي افغانان به درېیمو هېوادونو ته انتقال شي. دا تګلاره د ټرمپ د حکومت د هغې پالیسۍ په چوکاټ کې ده، چې له اسیا او افریقا څخه د پناه غوښتونکو د منلو کچه راکموي. دا مهال د افغانستان په ګډون د لسګونو هېوادونو وګړي امریکا ته د سفر د بندیز په لېست کې شامل دي، هغه بندیز چې د افغانستان د پخوانیو امریکايي همکارانو پر وړاندې هم عملي کېږي.



