چهارشنبه, مارچ 4, 2026
چهارشنبه, مارچ 4, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

جرمني ۴۷ افغانان له اسلام‌اباد څخه برلین ته ولېږدول

جرمني پرون چهارشنبې ۴۷ افغان وګړي له اسلام‌اباد څخه برلین ته انتقال کړل. دغه کسان له میاشتو راهیسې په پاکستان کې جرمني ته د لېږد په تمه وو. د جرمني د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې دا افغانان د «فدرالي منلو پروګرام» په چوکاټ کې، د قانوني پړاوونو له بشپړېدو او د ویزو له ترلاسه کولو وروسته، دغه هېواد ته داخل شوي دي. د لېږد بهیر او قانوني پرېکړې په وروستیو میاشتو کې یو شمېر په شرایطو برابر کسان د ځانګړو او یا عادي الوتنو په وسیله جرمني ته رسېدلي دي. د دغو لېږدونو یوه برخه د جرمني د محکمو د پرېکړو له مخې عملي شوې ده. اوس مهال په اسلام‌اباد کې ډېرې افغان کورنۍ، چې د جرمني د منلو ژمنه ورسره شوې، په نامعلوم حالت کې ژوند کوي او له میاشتو، آن کلونو راهیسې د خپلو دوسیو د وروستۍ پرېکړې په تمه دي. د جرمني حکومت ژمنه کړې وه، چې ټول په شرایطو برابر افغانان به ژر تر ژره له پاکستان څخه انتقال کړي، خو د دې بهیر ځنډ لا هم دوام لري. دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان حکومت یو شمېر افغانان بېرته اخراج کړي او هغوی چې یې اېستلي نه دي، تر سخت فشار لاندې دي.

- Advertisment -spot_img