د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هغو افغانانو ته چې په ۲۰۲۱ کال کې پرافغانستان د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته یې قطرته لیږدولي او له څوکلونو راهیسې هلته میشت دي، د بیرته ستنولو په بدل کې هغوی ته د پیسو د ورکړې بهیرپیل کړی دی. دا خبره د جنوبي اومرکزي آسیا لپاره د بهرنیو چارو وزارت یوه لوړپوړي چارواکي پاول کاپور پرون چهارشنبې د امریکا د کانګرس غړیو ته په یوه غونډه کې وکړه. د رویترز خبري آژانس د راپور له مخې دې چارواکي ویلي، چې دغه بهیر د دې لپاره پیل شوی چې چارواکي غواړي هغه کمپ چې دغه افغانان پکې مېشت دي د مارچ میاشتې ترپایه وتړي. د راپور له مخې د امریکا د پوځي اډې په دې کمپ له ۱۱۰۰ ډیر افغانان ساتل کیږي. د دغو افغانانو چې ډیری یې په افغانستان کې له امریکایي ځواکونو سره کار کړی او له دې ویرې چې طالبان ترغچ وانخلي قطرته لیږدول شوي، د بیا میشتیدو بهیر یې په تیرکال کې د ولسمشر ټرمپ ادارې وځنډاوه. ښاغلي کاپور ویلي، چې شاوخوا ۱۵۰ کسانو دا وړاندیز منلی، خو ویلي یې دي، چې نه پوهیږي افغانستان ته د بېرته ستنېدو په صورت کې به له دوی سره څه پېښیږي. هغه زیاته کړه چې موږ نه غواړو چې افغانان په زوره بیرته هیواد ته ستانه کړو. دغه چارواکي همدارنګه ویلي، چې متحدو ایالتونو له درېیمو هېوادونو سره هم د هغوی د بیا مېشتېدو په اړه خبرې کوي. د پخوانیو سرتیرو او مدافع ډلو څخه جوړه د افغان ایواک په نوم ډلې مشرشاون وان ډایور رویترز ته ویلي،چې د لیږدول شویو اصلي غړي ته د ۴۵۰۰ ډالرو او د کورنۍ بل هرغړي ته یې د ۱۲۰۰ ډالر وړاندیز کیږي. ډیموکراټانو پر دې پرېکړه نیوکه کړې او دا یې د افغان متحدینو پر وړاندې خیانت بللی.



