ایران بهرنیو چارو وزارت یوه بیان کې ویلي، امریکا ته د اسراییل د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو پلان شوی سفر کولی شي د ایران او امریکا ترمنځ د پیل شویو اټومي مذاکراتو پر بهیر منفي اغېز وکړي او د دیپلوماتیکو هڅو فضا ګډوډه کړي. د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند په تهران کې یوې خبري غونډې ته ویلي، اسراییل تل هڅه کړې چې د سیمې اړوند سیاسي او امنیتي بهیرونه له خنډ سره مخ کړي او اوس هم نه غواړي چې د ایران او امریکا ترمنځ خبرې کومې پایلې ته ورسېږي. د هغه په وینا، د نتانیاهو دا سفر د فشار راوړلو او د خبرو د اجنډا د بدلولو هڅه ده. نوموړي زیاته کړې، چې ایران د مذاکراتو له لارې د ستونزو حل ته ژمن دی او غواړي د بندیزونو د لرې کېدو او متقابل تفاهم لپاره عملي ګامونه واخیستل شي، خو بهرني فشارونه کولی شي بهیر ورو یا پېچلی کړي. بل لور ته، نتانیاهو د خپل سفر پر مهال ویلي، چې له امریکايي چارواکو سره به د ایران د اټومي پروګرام تر څنګ د بالستیک توغندیو او سیمه ییزو فعالیتونو په اړه هم خبرې وکړي او ټینګار به وکړي، چې هر ډول هوکړه باید دا موضوعات هم رانغاړي. شنونکي وايي، د واشنګټن او تهران ترمنځ وروستي تماسونه د خبرو د بیا تودېدو نښه ده، خو د سیمې سیاسي سیالۍ او متضاد دریځونه لا هم د یوې پراخې هوکړې پر وړاندې لوی خنډ بلل کېږي.



