پنجشنبه, مارچ 12, 2026
پنجشنبه, مارچ 12, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

کاناډا کې یوې ښځې په لسګونو کسان وژلي او ټپيان کړي

په کاناډا کې یوې ښځې نهه کسه وژلي او په لسګونو نور یې ټپیان کړې دي. دا پېښه پرون د برټش کولمبیا په ټمبلر ریج سیمه کې رامنځته شوې. د کاناډا پولیسو په یوه بیان کې ویلي، چې د ټپيانو شمېر ٢٧ تنو ته رسیږي چې دوه یې مرګوني دي. پولیسو د بریدګرې د هویت په اړه ډیر جزئیات له رسنیو سره نه دي شریک کړي، دوی یوازې دومره ويلي، چې برید کوونکې ځان وژلی دی. تر دې پېښې وروسته د کاناډا صدراعظم چې ټاکل شوې وه نن په مونیخ کې په نړیوال امنیتي کنفرانس کې برخه واخلي، د دې پېښې په خاطر خپل سفر وځنډاوه.

    - Advertisment -spot_img