د فضایي ټکنالوژۍ شرکت سپیسایکس مشر اېلن ماسک اعلان کړی، چې یاد شرکت هوډ لري سپوږمۍ کې «په ځانبسیا ښار» جوړ کړي. ماسک ویلي، دغه پروژه ښايي په لسو کلونو کې عملي شي. هغه پر«ایکس» یوه پیغام کې ویلي، که څه هم د مریخ لپاره هم هڅې دوام لري، خو په وینا یې، لومړیتوب د تمدن راتلونکي تضمین دی او ټول تمرکز یې، پرسپوږمۍ دی. والاستریت ژورنال راپور ورکړی، چې سپیسایکس به لومړي ماموریتونه د سپوږمۍ لپاره پلان کړي او د مریخ سفرونه به وروسته پیل کړي. ماسک ټینګار کړی، چې سپوږمۍ یوازې د علمي یا سمبولیک هدف لپاره نه، بلکې د اوږدمهاله او پایښتلرونکي حضور لپاره ستراتیژیک مرکز ګڼل کېږي. پر ځانبسیا ښار جوړول پرمختللې زیربناوې لکه انرژۍ، تولید او خپلکاره سیستمونه غواړي، چې په بریالیتوب سره یې، د انساني سکونت لپاره نمونه کېدای شي. ماسک دغه څرګندونې د اېکساېای د پېرلو له هوکړې وروسته کړې دي. د سپېساېکس شرکت ارزښت یو تریلیون ډالر او د مصنوعي ځیرکتیا اېکساېای شرکت ارزښت ۲۵۰ میلیارډ ډالر اټکل شوی دی.



