پنجشنبه, مارچ 5, 2026
پنجشنبه, مارچ 5, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د افغان ښځو د اقتصادي پیاوړتیا برخه کې د ملګرو ملتونو هڅې

د ملګرو ملتونو خوړو سازمان ويلي په افغانستان کې یې د اروپايي ټولنې په مالي ملاتړ د ښځو لپاره یو شمېر پروژې عملي کړې دي. د خوړو سازمان پر وینا دا پروژې به وکولای شي د ښځو د اقتصادي پیاوړتیا برخه کې ګټورې تمامې شي او ترڅنګ به یې هغوی ته د کاري فرصتونو زمینه هم برابره کړي. دغه سازمان د پلې شويو پروژو موخه مالي خدمتونو ته د ښځو دلاس‌رسي اسانه کېدل او تر مشرۍ لاندې یې د کوچنيو کاروبارونو پیاوړتیا ښودلې ده. د خوړو سازمان په افغانستان کې د شاوخوا ۷۵ سلنه افغانانو ژوند له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ بللی او د ښځو تر سرپرستۍ لاندې یې ۸۸ سلنه کورنۍ له بنسټیزو اړتیاوو بې‌برخې بللې دي. نوموړي سازمان په افغانستان کې د طالبانو له لوري پر ښځو کاربندیز ته اشاره کړې او ویلي یې دي، چې دا مهال یواځې اووه سلنه ښځې د کار حق لري. د خوړو سازمان ویلي د اروپايي ټولنې په مالي ملاتړ افغانستان کې د ښځو لپاره پلې شويو پروژو سره به د خلکو معیشت ښه شي او ترڅنګ به یې ښځې و کولای شي د خپلو کورنیو د اقتصادي وضعیت ښه کولو لپاره کار وکړي.

- Advertisment -spot_img