د جاپان د نړیوالې همکارۍ ادارې (جایکا) خبر ورکړی،چې د ملګرو ملتونو د پروژو د خدماتو له دفتر سره یې د شاوخوا ۱۰ ميلیون ډالرو په ارزښت یو تړون لاسلیک کړی، ترڅو د اقلیمي تغییراتو په وړاندې مبارزې لپاره له افغانانو سره مرسته وکړي. جایکا په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې ویلي، چې د دغې دوه کلنې پروژې هدف دادی، ترڅو د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې مبارزه کې د زیانګالو ټولنو ظرفیت پیاوړی شي. افغانستان د نړۍ د هغو لسو هیوادونو په کتار کې راځي، چې د اقلیمي بدلون پر وړاندې خورا زیان منونکي دی. د وچکالۍ او د اوبو د سرچینو له کمېدو سربېره، سیلابونه او پیاوړي بادونه په افغانستان کې د اقلیمي بدلون ښکاره څرګندونه ګڼل کېږي.



