چهارشنبه, مارچ 4, 2026
چهارشنبه, مارچ 4, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

څلور ایراني سیاست‌وال له امریکا او اسرائیل سره د همکارۍ په تور نیول شوي

ایران څلور تنه مخکښ اصلاح‌غوښتونکي سیاست‌وال د دې هېواد د «سیاسي او ټولنیز نظم د ګډوډولو د هڅې» او له امریکا او اسرائیلو سره د همکارۍ په تور نیولي دي. نړیوالو رسنیو نن (دوشنبه، د دلو ۲۰مه / د فبرورۍ ۹مه) راپور ورکړی، چې په نیول شويو کسانو کې د اصلاحاتو جبهې مشره آذر منصوري، پخوانی ډیپلوماټ محسن امین‌زاده، او د پارلمان پخوانی غړی ابراهیم اصغرزاده شامل دي، خو د څلورم کس هویت تر اوسه نه دی په ډاګه شوی. په دې اړه د ایران قضایي قوې ویلي، چې یاد کسان د «پراخو فعالیتونو د تنظیم او رهبرۍ» تور لري، چې موخه یې د ګډوډۍ رامنځته کول وو، او په دې وروستيو کې يې هڅه کړې، چې د لاريونوالو کړنې توجیه کړي. راپور کاږي، دا نیونې د جنورۍ میاشتې له ناآرامیو سره هم‌مهاله ترسره شوي؛ هغه ناآرامۍ چې په کې زرګونه کسان وژل او یا نیول شوي دي. دغه اعتراضونه په پیل کې د اقتصادي بحران له امله پیل شول، خو وروسته په ټول هېواد کې د حکومت پر ضد په پراخ خوځښت بدل شول. ایراني چارواکو لاريونوال «ترهګر» بللي او اسرائیل او امریکا یې د دغو ناآرامیو د لمسولو په تور تورن کړي دي. راپورونه ښيي، چې په سراسري لاریونونو کې تر شپږ زره ډېر کسان وژل شوي، خو د ایران حکومت رسمي شمېر درې زره او ۱۷۷ تنه اعلان کړی دی. د دغو لاریونونو او کړکېچونو په غبرګون کې، امریکا خبرداری ورکړی، چې د لاریونوالو پر وړاندې د زور کارول کېدای شي پر ایران د بریدونو لامل شي او تهران هم د بهرني برید په صورت کې د «سیمه‌ییزې جګړې» د رامنځته کېدو خبرداری ورکړی دی.

- Advertisment -spot_img