هلمند کې ځایي سرچینې خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې ناپېژانده کسانو تېر شپه د يوه کس سر غوڅ کړی دی. دغه سرچينه چې نه غواړي هويت يې په ډاګه شي ويلي، چې پېښه تېره شپه ۸ بجې د مارجې ولسوالۍ اړوند د پنځمې ټولۍ دښتې سیمه کې د بوغرا پرعمومي سړک شوې. سرچینې وژل شوی کس حبیب الله یادوي، چې د ارزګان ولایت اصلي اوسېدونکی او ٤٠ کاله یې عمر درلود، چې خپل کور ته پر لار د نامعلومو کسانو له لوري لومړی په چړو وهل شوی او وروسته یې سر ترې غوڅ کړای شوی دی. دا په داسې حال کې ده، چې د ټول هېواد په کچه د جنايي جرمنو او صحرايي محکمو کچه لوړه شوې ده. تر دې دمه د پېښې په تړاو نور معلومات نه دي ورکړل شوي او نه یې تر دې دمه په تړاو کوم څوک نیول شوي دي.



