د ایران یوې محکمې د نوبل د سولې جایزې ګټونکې نرګس محمدي په څو کلونو بند او تبعید محکومه کړه. د هغې مدافع وکیل مصطفی نیلي اعلان وکړ چې د مشهد انقلابي محکمې نرګس محمدي په اووه نیم کاله بند، له هېواده د وتلو په بندیز او تبعید محکومه کړه. ښاغلي نیلي پرخپله ایکسپاڼه کې په یوه بیان کې ویلي: “هغه د غونډو اوتوطیې په تور په شپږ کاله بند، د تبلیغاتي فعالیتونو په تور په یو نیم کال بند او د تکمیلي سزا په توګه دوه کاله له هېواده پر وتلو په بندیز او دوه کاله هم د خوسف ولسوالۍ ته په تبعید محکومه شوې ده.” هغه وویل چې میرمن محمدي د مشهد له امنیتي توقیف ځای څخه په ټیلیفوني تماس کې خبر ورکړ او ویې ویل چې هغه د مشهد د انقلابي محکمې لومړۍ څانګې ته احضار شوې وه او د محکمې له غونډې وروسته ورته دغه سزا واورول شوه. نرګس محمدي او د بشري حقونو څو نور فعالان په تیره ډسمبر میاشت کې په مشهد کې د وکیل او د بشري حقونو د فعال خسرو عليکردي د یادغونډې پر مهال نیول شوي



