«سټارز اېنډ سټرايپس» ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د هغو پخوانیو امریکایي عسکرو ترمنځ د ځانوژنې پېښې زیاتې شوي، چې دا مهال بېکوره دي او یا هم پر رواني ناروغیو اخته دي. د راپور له مخې، پر رواني ناروغیو د اخته پخوانیو امریکایي عسکرو د ځانوژنې کچه د نورو په پرتله ۹۴ سلنه لوړه ده او د بېکوره عسکرو ترمنځ دا کچه ۱۴۶ سلنه زیاتوالی ښيي. راپور زیاتوي، چې له نیمایي ډېر پخواني عسکر له سختو دردونو، بېخوبۍ او اقتصادي ستونزو سره مخ دي او تر ۳۴ کالو د ښکته عمر لرونکي کسان له تر ټولو لوړ ګواښ سره مخ دي.



