د پرځېدلي جمهوري نظام د ولسمشر مرستیال امرالله صالح د پاکستاني چارواکو له هغې ادعا وروسته غبرګون ښودلی، چې ګواکې د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ په ۶مه په اسلاماباد کې د شوي ترهګریز برید اصلي طراح نیول شوی دی. صالح ویلي، که د پاکستان حکومت دا ادعا د کره شواهدو پر بنسټ وي، نو دا به د نوموړي برید په اړه “سخت او نهانکارېدونکی ثبوت” وي. ښاغلي صالح زیاته کړې، چې دغه ډول پرمختګ باید یوازې په رسنیزو څرګندونو پورې محدود پاتې نهشي، بلکې عملي امنیتي اقدام ته اړتیا لري. هغه نن (دوشنبه، فبرورۍ٩مه) پر خپله اېکس پاڼه ټینګار کړی، چې پاکستان د نړۍ له سترو پوځونو څخه یو لري او که اوس د اسلاماباد په زړه کې د بېګناه لمونځکوونکو د وژنې عاملین، که په کور دننه يا بهر، تثبیت شوي وي، نو پوځ باید د هغوی د تعقیب او محاسبې لپاره وکارول شي. امرالله صالح په خپلو څرګندونو کې ویلي: «غبرګون باید یوازې په ټویټونو او بیانیو پورې محدود نه وي، خپله غصه په ټوپکونو وښیئ نه په ټویټونو» هغه دا پوښتنه هم راپورته کړې، چې که د داسې پېښو پر وړاندې قاطع عمل نه کېږي، نو د لوی پوځ شتون څه ارزښت لري؟ تر اوسه د پاکستان حکومت د امرالله صالح د دغو څرګندونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی. امنیتي سرچینو هم د نیول شوي کس د هویت او د قضیې د نورو جزئیاتو په اړه بشپړ معلومات نه دي خپاره کړي.



