د ولسي جرګې پخوانۍ غړې او د ښځو حقونو فعالې، فوزیه کوفي په خپل وروستي بیان کې د طالبانو له خوا د افغان ښځو پر وړاندې د روانو سختو محدودیتونو او د ملګرو ملتونو د پټې خولې په اړه غبرګون ښودلی دی. آغلې کوفي ویلي؛ د یوناما د وروستي راپور پر بنسټ، د تېر سپټمبر میاشتې راهیسې د ملګرو ملتونو افغان ښځینه کارمندانې خپلو دفترونو ته له تللو منع شوې دي. هغه خبرداری ورکوي، چې افغان ښځې او نجونې په سیستماتیک ډول د ژوند له ټولو برخو، په ځانګړې توګه له زده کړو او کار څخه اېستل کېږي. کوفي د طالبانو هغې نوې لایحې ته اشاره کړې، چې د روان کال د جنوري په ۴مه صادره شوې، چې په دې مقرراتو کې له ښځو سره د انسانانو په څېر نه، بلکې د «ملکیت یا مال» په توګه چلند کېږي، ښځې حتی د سپورت او تمرین لپاره هم له کوره د وتلو اجازه نه لري، د روغتیا په برخه کې، ښځینه ډاکټرانې او د طبي علومو محصلینې له زده کړو منع شوې، چې له امله یې د هېواد روغتیایي سیسټم د پاشل کېدو پر حال کې دی. فوزیه کوفي پر نړیوالو ډیپلوماټانو سخته نیوکه کړې، چې له یوې خوا دا ډول جنایتونه ویني، خو له بلې خوا لا هم له طالبانو سره په لیدنو کې موسکا کوي او د خوښۍ څرګندونې کوي. هغې په ټینګار سره ویلي: “تاسو به کله را ویښېږئ؟ مخکې له دې چې دا اور تر تاسو پورې هم ورسېږي.” دا په داسې حال کې ده، چې يوناما په خپل وروستي راپور کې د نورو مسایلو ترڅنګ ویلي، افغانستان کې پر ښځو لګېدلي بندیزونه ډېر شوي او دغه راز د مخکني حکومت یو شمېر نظامیان په مرموزه توګه وژل شوي دي.



