چهارشنبه, مارچ 4, 2026
چهارشنبه, مارچ 4, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

یوناما: افغانستان کې د پخواني پوځ ۱۴ سرتېري وژل شوي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یا یوناما تازه راپور خپور کړی، چې په کې راغلي د تېر ۲۰۲۵ کال د اکټوبر او نومبر میاشتو ترمنځ د پرځېدلي جمهوري نظام لږترلږه ۱۴ سرتېري په دې هېواد کې وژل شوي دي. یوناما په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه په خپل تازه راپور کې چې تازه خپور شو ویلي، چې په همدې موده کې یې د پخوانیو پوځیانو د خپلسرو نیونو لږترلږه ۲۸ او له هغوی سره د ناوړه چلند یا شکنجې ۷ موارد ثبت کړي دي. د یوناما د راپور له مخې دا کسان تازه له ایران او پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي وو. راپور همداراز زیاتوي، چې د ډسمبر په ۹مه د پروان په دوبندي او سنګي خېلو سیمو کې له پخواني دولت سره تړلي دوه کسان هم په جلا پېښو کې د ناپېژاندو وسله والو په ډزو وژل شوي دي. پر افغانستان د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته د تېر پرځېدلي نظام د امنیتي او دفاعي ځواکونو یوشمېر غړي د پاکستان او ایران په ګډون ګاونډیو هېوادونو ته وتښتېدل. د بشري حقونو ډلې وايي طالبان د عمومي عفوې له اعلان سره سره د پخواني دولت د چارواکو او پرسونل غچ اخیستونکو وژنو او جبري لادرکه کولو ته دوام ورکوي.

- Advertisment -spot_img