نوریه هغه نجلۍ ده، چې د خپلې کورنۍ د نفقې برابرولو لپاره مجبوره شوه د هلکانو جامې واغوندي او د «نوراحمد» تر نوم لاندې کار وکړي؛ خو اوس د طالبانو لهخوا نیول شوې ده. د لومړنیو پلټنو پر مهال، له هغې سره داسې چلند شوی لکه یو خطرناک مجرم، نه یو بېوزلی او ساده کارګر. دا ډول چلند د داسې منطق ښکارندويي کوي، چې په کې ښځهوالی پخپله د جرم په توګه ګڼل کېږي. نوریه نه د تاوتریخوالي او نه د کوم جنایت له امله تر فشار او ګواښ لاندې راغلې، بلکې یوازې د خپل جنسیت له امله، په داسې حال کې چې په هماغه نظام کې زرګونه اصلي مجرمان بې له حساب ورکولو آزاد ژوند کوي. په داسې ټولنه کې چې نجونې او ښځې له تر ټولو بنسټیزو بشري حقونو بېبرخې دي، ټولنیزې فاجعې په پراخه کچه لیدل کېږي. ښځې نه یوازې له زدهکړو او تعلیم څخه محرومې دي، بلکې د کار او معیشت له حق څخه هم بېبرخې شوي او حتی له کوره وتل د ډېرو لپاره محدود یا منع شوي دي. دا محرومیتونه نه یوازې د فردي پرمختګ امکان له منځه وړي، بلکې ښځې په داسې شرایطو کې اچوي، چې د هغوی بقا او ژوند له غیرعادي او خطرناکو ګواښونو سره مخ وي. په داسې جوړښت کې، اجباري ودونه، د کمعمر نجونو ودونه، جنسي تاوتریخوالی او حتی وژنې استثنا نه دي، بلکې د حاکم نظم طبیعي او جوړښتي پایلې دي. نوریه یوازې یو فرد نه ده؛ هغه د ټولنیز مقاومت سمبول دی. د هغې عمل یو خاموش خو د حاکم جنسیتي نظم پر وړاندې یو زړور اعتراض دی. هغه مجبوره شوه چې له کلیشهیي جنسیتي رولونو واوړي او یوې سختې نارینهمحورې فضا ته ننوځي، او که څه هم لنډ مهال لپاره، د واک جوړښت ننګوي. دا عمل د آزاد انتخاب پایله نه وه، بلکې د بقا لپاره یوه تګلاره وه په داسې شرایطو کې چې جوړښت يې له ټولنې ګوښه کولو په مانا دي. نوریه د کار کولو او د ژوند د ساتلو د هڅې له امله نیول شوې ده. هغه مجرمه نه ده؛ هغه د داسې نظام قرباني ده، چې ښځهوالی په کې جرم ګڼل کېږي. د نوریې او د زرګونو نورو ښځو او نجونو غږ، چې د زدهکړې، کار او آزادۍ هیله لري، باید چوپ نه شي. د دې وضعیت پر وړاندې چوپتیا، د ځپونکو میکانیزمونو سره پيوستون دی او د ښځو د غږ چوپول، د جنسیتي تاوتریخوالي بیا تولید او د نابرابرۍ ټینګښت دی.



