په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ (یوناما) خبر ورکړی،چې طالبانو هغه نجلۍ نيولې چې له جبري واده کولو یې ډډه کړې وه. یاد سازمان په خپل وروستي راپور کې د دغې نجلۍ عمر له ۱۸ کلونو ټيټ ښودلی او ویلي یې دي، چې له انکار وروسته هغه طالبانو بندي کړې ده. یوناما، د ۲۰۲۶ میلادي کال د فبرورۍ په ۸مه چې د تېر میلادي کال د اکټوبر او نومبر میاشتې هم پکې شاملي دي راپور خپور کړی دی. د راپور په وینا؛ له جبري واده څخه انکار کوونکې دغه نجلۍ د طالبانو د محکمې په امر بندي شوې ده. یوناما راپور کې ویلي، چې د دوی د معلوماتو پر بنسټ هغه لاهم طالبانو بند کې ساتلې ده. یوناما په خپل خپاره شوي راپور کې د دغې نجلۍ نوم، ځای او هویت نه دی په ډاګه کړی او نه یې هم د هغې محکمې نوم اخیستی دی، چې طالبانو په کې هغه نجلۍ بندې کړې ده. یوناما ویلي د تېر ۲۰۲۵ میلادي کال جون میاشت کې یې د یوې رسنۍ د سرچینو له لارې هغه خبر واورېد، چې طالبانو په کندوز ولایت کې یوه نجلۍ د جبري واده د نه منلو له امله زنداني کړې ده.



