سه شنبه, مارچ 3, 2026
سه شنبه, مارچ 3, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د نړيوال جام په لومړۍ لوبه کې نيوزيلنډ افغان لوبډلې ته ماتې ورکړه

د ۲۰۲۶ کال شل اوریزو سیالیو په لړ کې افغان لوبډلې د نیوزیلنډ پر وړاندې د خپل ۱۸۳ منډو هدف په دفاع کې پاتې راغله، او خپله لومړۍ لوبه یې وبایلله. د ۲۰۲۶ کال شل اووریزو سیالیو په لړ کې افغان لوبډلې د نیوزیلنډ پر وړاندې د خپل ۱۸۳ منډو هدف په دفاع کې پاتې راغله. د لوبې پچه افغانستان وګټله او لوبډلمشر راشد خان د توپوهنې پرېکړه وکړه، له دې سره افغان لوبغاړي ګلبدین نایب نننۍ لوبه کې غوره توپوهنه وکړه. نوموړي په ۳۵ توپونو ۶۳ منډې ترسره کړې، او په شل اوريزو نړيوالو لوبو کې ۱۰۰۰ منډې بشپړې کړې. افغان لوبډله د توپوهنې پر مهال ښه وځلېده، خو د توپ اچونې پر مهال له ستونزو سره مخ شوه، د نیوزیلنډ لوبغاړو په هر اوور کې شپږیزو او څلوریزو په وهلو سره دغه هدف ته په اسانه ځان ورساوه. که افغان لوبډلې دا لوبه ګټلې وه، بل پړاو ته به د تلو لپاره ورته لاره اسانه شوې وه. باید وویل شي چې دا لومړی ځل و چې نیوزیلنډ په شل اوریزو لوبو کې له ۱۷۰ منډو څخه پورته منډې پوره کړې. د یادولو ده چې افغان لوبډله به په یادو سیالیو کې خپله دویمه لوبه د راتلونکې چهارشنبې په ورځ د سویلي افریقا پر وړاندې ترسره کړي.

- Advertisment -spot_img