چهارشنبه, مارچ 4, 2026
چهارشنبه, مارچ 4, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

نبیل: د اسلام‌اباد جومات برید تر شا جهادي شبکې لاس لري

د پرځېدلي جمهوري نظام د امنیت ریاست پخواني عمومي ريیس رحمت‌الله نبیل ويلي چې په اسلام‌اباد کې د وروستي خونړي برید تر شا منظمې شبکې او «پټ لاسونه» شتون لري. ښاغلي نبیل يادې څرګندونې پر خپله اېکس پاڼه خپرې کړي، ویلي چې په وروستیو اوونیو کې، وروسته له هغه چې د پاکستان پوځي مشرتابه د غزې پر لور د پوځي ځواک د استولو په اړه پرېکړه اعلان کړه، د پاکستان د اهل تشیع یو شمېر مخکښو علماوو د دې پرېکړې پر ضد ښکاره او توند دریځ خپل کړ. د هغه په ټکو، د شیعه علماوو له ډلې علامه سید نذیر عباس نقوي، چې د پاکستان د شیعه علماوو شورا له مشرانو څخه دی، په ښکاره ډول له یادې پرېکړې سره مخالفت کړی و. د نبیل د ادعا له مخې، پاکستان کې د شعیه پر جومات برید د یوې جهادي ډلې له لوري ترسره شوی، چې نوم یې “حرکت‌المجاهدین” یاد کړی او هغه دا ډله له پاکستاني استخباراتي ادارې (آی‌اېس‌آی) سره تړلې بولي. نبیل ادعا کوي، چې دغه برید د آی‌اېس‌آی د «پټو لاسونو» په همکارۍ شوی، خو تر دې دمه د پاکستاني چارواکو له لوري د دې ادعاوو په اړه رسمي دریځ نه دی اعلان شوی. نبیل همداراز ویلي، چې حرکت‌المجاهدین د مولانا فضل‌الرحمن خلیل تر مشرۍ لاندې فعالیت کوي. د هغه په خبره، خلیل د ۱۹۸۰مې لسیزې پر مهال د افغانستان جګړې له پیل سره وسله‌والو شبکو ته ورننوت، له القاعده او اسامه بن‌لادن سره یې اړیکې لرلې او په ۱۹۹۸ کال کې یې د امریکا پر ضد د جګړې فتوا لاسلیک کړې وه. د همدې مخینې له امله نوموړی د امریکا او ملګرو ملتونو د بندیزونو په لېست کې شامل شوی دی. نبیل زیاتوي سره له دې، خلیل په پاکستان کې کلونه د فعالیت او تګ راتګ ازادي لري. د پخواني امنیتي چارواکي پر وینا خپور شوی انځور د مولانا خلیل او د پخواني آی‌اېس‌آی مشر جنرال حمید ګل د زوی ترمنځ نږدې اړیکې ښيي، چې د هغه په باور دا اړیکې د سیمې د «دوه‌ګوني امنیتي سیاست» بېلګه ده. نوموړي ټینګار کړی، چې په سویلي اسیا کې د جهادي ډلو، دولتي امنیتي تګلارو او مذهب ترمنځ پیچلې اړیکې د دا ډول پېښو د تکرار لامل ګرځي.

- Advertisment -spot_img