په دې وروستيو کې د ابپسټین قضیه د ټولنیزو رسنیو سرټکی ګرځېدلې، خو وروستي شواهد ښيي، چې ابپسټين د ماشومانو د جنسي ځورونې اړوند د محکمې په اسنادو کې د نړۍ د یو شمېر سیاستوالو او سلبریټیو نومونه هم یاد شوي دي. دونالد ټرمپ، مایکل جکسن، کېټ بلانشیټ او لېونارډو ډيکاپریو په نړۍ کې هغه پېژندل شوي نومونه دي، چې په تازه خپرو شویو دوسیو کې ذکر شوي دي. د دغو اسنادو د خپرېدو امر قاضي لورېتا پرسکا د ۲۰۱۵ کال د هغه د افترا قضیې په تړاو صادر کړی، چې ورجینیا رابرتس (ورجینیا ګیفر) د ګیسلاین مکسویل پر ضد ثبت کړې وه. په دغو اسنادو کې چې له سلو ډېر نومونه په کې شامل دي او ایمیلونه، حقوقي اسناد او نور شواهد رانغاړي، هېڅ داسې ثبوت نشته چې وښيي ډېری یاد شوي کسان په ناقانونه کړنو تورن دي.
- شهزاده اندرو:
دا اسناد چې د مکسویل پخوانۍ شهادتنامې په کې شاملې دي، داسې ادعاوې لري، چې ګواکې شهزاده اندرو له کمعمره کسانو سره جنسي اړیکې لرلې دي. د قضیې یوه شاکي چې نوم یې نه دی افشا شوی، ادعا کوي چې د جنسي جرم مرتکب جفري اپستین هغې ته زور ورکړی و، ترڅو له شهزاده اندرو سره جنسي اړیکه ټینګه کړي او «هر څه چې شهزاده غوښتل، ترسره کړي». د ۲۰۱۴ کال د یوې قضیې له مخې، چې د اسنادو په ۱۲۹م مخ کې ثبت ده، ویل شوي چې مکسویل د شهزاده اندرو د جنسي ناوړه استفادې اسانتیا برابره کړې ده. همدارنګه ویل شوي چې درېیمه شاکي د اپستین له خوا د جنسي غلامې په توګه ساتل کېده او کله چې لا کمعمره وه، په درې بېلابېلو جغرافیایي ځایونو کې له شهزاده اندرو سره جنسي اړیکو ته اړ ایستل شوې وه. یادې ادعا شوې پېښې په لندن (د ګیسلاین مکسویل په اپارتمان)، نیویارک او د امریکا د ورجین ټاپوګانو کې د ابپسټین په شخصي ټاپو کې شوې دي. د اسنادو له مخې، درېیمه شاکي د بهرنیو هېوادونو له ولسمشرانو، یوه مشهور صدراعظم او نورو نړیوالو مشرانو سره د جنسي اړیکو لپاره قاچاق شوې وه. مکسویل ویلي، چې شهزاده اندرو یوازې یو ځل د ابپسټین د «پېدو ټاپو» لیدنه کړې او ټینګار یې کړی، چې هلته هېڅ نجلۍ نه وه، یوازې ښځینه کارکوونکې موجودې وې. هغې دا هم رد کړې، چې ګواکې چا ته یې د جنسي اړیکو امر کړی وي.شهزاده اندرو تل دا تورونه رد کړي او په ۲۰۱۹ کال کې یې ویلي، چې هېڅکله یې ورجینیا ګیفر نه ده لیدلې. مکسویل هم ویلي، چې نه یادوي له ګیفر او اندرو سره په لندن کې یوځای شوې وي، سره له دې چې عکسونه د دوی درې واړه یوځای ښيي. بیل کلنټن: بله ادعا شوې، چې اپستین یو ځل ویلي وو، د امریکا پخوانی ولسمشر بیل کلنټن له ځوانو نجونو سره لېوالتیا لري. خو اسناد ښيي، چې مکسویل د کلنټن د اپستین ټاپو ته د سفر خبره رد کړې ده. هغې ویلي: دا خبره سل په سلو کې ناسمه ده، چې کلنټن د اپستین ټاپو ته تللی وي، خو زه ډاډه یم، چې هغه د ابپستین په الوتکه کې سفر کړی دی. مکسویل په ۲۰۱۵ کال کې په یوه ایمیل کې د کلنټن او شهزاده اندرو نومونه یاد کړي وو. هغې لیکلي وو: «زه نه شم تصور کولی، چې له دې رسنیز جهنم وروسته به ژوند څنګه وي. داسې څرګندونې چې ټولو پوښتنو ته ځواب نه وایي او لا زیاتې پوښتنې پیدا کوي. زما اړیکه له کلنټن او اندرو سره څه ده؟» سټیفن هاوکینګ: تازه اسناد ښيي، چې ابپسټین مکسویل ته ایمیل استولی و،ترڅو دا ادعاوې رد کړي، چې ګواکې پروفیسور سټیفن هاوکینګ له کمعمره نجونو سره جنسي اړیکې لرلې دي. په ۱۲ جنوري ۲۰۱۵ ایمیل کې ابپسټین له مکسویل غوښتي وو، چې وګوري ایا د ورجینیا د کورنۍ یا ملګرو له ډلې څوک شته چې د هغې ادعاوې ناسمې ثابتې کړي. ابپسټین لیکلي وو: «هر هغه څوک چې د ورجینیا د دروغو د ثابتولو کې مرسته کوي، جایزه ورکړئ.» په ۲۰۱۵ کال کې خپرو شویو انځورونو ښودله، چې هاوکینګ، چې په ۲۰۱۸ کال کې د ۷۶ کلونو په عمر مړ شو، د ابپسټین د لومړۍ تورنېدو (۲۰۰۶) نه مخکې د هغه خصوصي ټاپو ته تللی و.
مایکل جکسن: یوهانا شوبرګ، چې ادعا کوي یو ځل یې له شهزاده اندرو سره جنسي اړیکه لرلې، ویلي چې مایکل جکسن یې د فلوریډا په پالم بیچ کې د اپستین په ماڼۍ کې لیدلی دی. هغې ویلي: «ما مایکل جکسن ولید.» شوبرګ زیاته کړې، چې دا لیدنه د ابپسټین په کور کې شوې وه، خو ټینګار یې وکړ چې له جکسن سره یې هېڅ جنسي اړیکه نه ده لرلې. لېونارډو ډيکاپریو، کېټ بلانشیټ او بروس ویلیس: د لېونارډو ډيکاپریو، کېټ بلانشیټ او بروس ویلیس نومونه یوازې یو ځل او په لنډ ډول د نږدې زر مخیزو اسنادو کې راغلي دي. په اسنادو کې هېڅ داسې اشاره نشته، چې دوی کوم ناسم کار کړی وي. د دغو هالیووډي ستورو نومونه د ۲۰۱۶ کال په محکمې کې د شوبرګ او د هغې د وکیل ترمنځ د بحث پر مهال یاد شوي دي. اسناد ښيي، چې ابپسټین د هالیووډ له ستورو سره پر خپلو ټلیفوني اړیکو ویاړ کاوه. شوبرګ ویلي چې ابپسټین یو ځل د ډيکاپریو او بلانشیټ نومونه یاد کړي وو. دونالد ټرمپ: دونالد ټرمپ دویم پخوانی امریکايي ولسمشر دی، چې نوم یې په دغو اسنادو کې راغلی دی. د شوبرګ په وینا، ابپسټین یو وخت وړاندیز کړی و، چې له ټرمپ سره اړیکه ونیسي څو د اتلانټیک ښار ته د کازینو سفر تنظیم کړي. هغې ویلي، چې په ۲۰۰۱ کال کې له اپستین، مکسویل او ګیفر سره د نیویارک پرواز د نیوجرسي ښار ته اړول شوی و. د ابپسټین تر نیول کېدو وروسته په ۲۰۱۹ کال کې، ټرمپ ویلي وو، چې هغه «د ده پلوی نه دی». خو په دې وروستيو کې ټرمپ سپینه ماڼۍ کې د سي اېن اېن خبریالې د پوښتنې په ځواب کې لفظي بريد وکړ او ويې ویل « ته تر ټوله بده خبرياله يې… او ستا په ويلو زه شرمېږم.» ډېوېډ کاپرفیلډ: شوبرګ ادعا کوي، چې مشهور شعبدهباز ډېوېډ کاپرفیلډ یې د اپستین په کور کې لیدلی دی. د هغې په وینا، کاپرفیلډ د ماښام پر مهال پوښتنه کړې وه، چې ایا نجونو ته د نويو نجونو د راوستلو لپاره پیسې ورکول کېږي که نه. شوبرګ ونه ویل، چې دا لیدنه څه وخت او چېرته شوې وه. کاپرفیلډ هر ډول تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې له ابپسټین سره په اړیکه پښېمانه دی.



