ګوګل د مصنوعي ځیرکتیا (AI) چیټ بوټ «جیمنای» یوې نوې کچې ته رسېدلی دی. د یاد شرکت د تازه ربعې راپور له مخې، د جیمنای میاشتني کاروونکي له ۷۵۰ میلیونو څخه زیات شوي، چې دا یوه لویه بریا او چټک پرمختګ ښيي. په تېره ربع کې ګوګل ویلي وو، چې د جیمنای کاروونکي ۶۵۰ میلیونه دي، یعنې یوازې په درې میاشتو کې ۱۰۰ میلیونه زیات شوي. دا شمېرې څرګندوي، چې د جیمنای شهرت په چټکۍ سره زیاتېږي. په همدې وخت کې، د میټا AI میاشتني کاروونکي نژدې ۵۰ میلیونه دي، خو د ګوګل اصلي سیال لاهم چټ جي پي ټي دی. د چټ جي پي ټي میاشتني کاروونکي د ۲۰۲۵ په پای کې ٨٠١ میلیونه راپور شوي وو، یعنې جیمنای اوس له دې څخه څو سوه میلیونه شاته دی. دا شمېرې داسې مهال څرګندې شوې چې ګوګل «جیمنای ۳» معرفي کړی دی. شرکت ادعا کوي، چې جیمنای ۳ تر ټولو پرمختللی AI ماډل دی او کولی شي په حیرانوونکې ډول فعالیت وکړي. د ګوګل د سوداګرۍ مشر فلپ شنډلر ویلي: «موږ په جیمنای د وړیا کاروونکو او سبسکرایب کوونکو دواړو تمرکز کړی او غوره نتایج ګورو.» لنډه داچې ګوګل په AI جګړه کې د جیمنای له لارې په چټکۍ سره مخکې ځي، خو چټ جي پي ټي لاهم په بازار کې برلاسي ساتلې ده. په راتلونکو څو میاشتو کې دا سیالي لا پسې په زړه پورې کېدای شي.



