چهارشنبه, مارچ 4, 2026
چهارشنبه, مارچ 4, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ترافیک پولیس په یو شمېر نويو موټرو سمبال شول


د طالبانو تر ولکې لاندې د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د ترافیکو پولیسو عمومي ریاست افسرانو ته یو شمېر نوي او عصري موټرونه وېشل شوي دي. د یاد وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع نن (شنبه، د فبروري ۷مه) په خپل ایکس پاڼه لیکلي، چې پورته ذکر شوي موټرونه به په ښارونو او لویو سړکونو کې د ترافیکي نظم په ډاډمنولو، د پېښو مخنیوي او خلکو ته په وخت خدماتو وړاندې کولو کې اغېزمن رول ولوبوي. ښاغلي قانع زیاته کړې، چې دا موټرونه، چې د ترافیکو پولیسو لپاره ځانګړي عصري رنګونه، نښې او تجهیزات لري، په ښارونو او لویو سړکونو کې به د ترافیکي نظم په ډاډمنولو، د پېښو مخنیوي او خلکو ته د چټکو خدماتو وړاندې کولو کې اغېزمن رول ولوبوي. د ترافیکو پولیسو مسئولینو وايي، چې د نویو موټرو په تخصیص سره، د ترافیکي قوانینو د پلي کولو کچه لوړه شوې، د پېښو په وخت کې د پولیسو شتون ګړندی شوی او د خلکو باور به نور هم پیاوړی شي. د مسئولینو په وینا، دا موټرونه د ترافیکو د جریان ښه کنټرول، ګڼه‌ګوڼه کمولو او په ښار کې د ترافیکي ستونزو د حل لپاره وېشل شوي دي. ډیری ترافیک د رینجر موټرو څخه کار اخیست، مګر پدې وروستیو کې د دوی موټرونه بدل شوي دي.

- Advertisment -spot_img