چهارشنبه, مارچ 4, 2026
چهارشنبه, مارچ 4, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

اسلام جار: چمتو یم په اداري فساد کې د ښکېلو کسانو لپاره د مرګ حکم صادر کړم

 په هرات ولایت کې  د طالبانو والي نور احمد اسلام جار ویلي، که په اداري فساد کې کوم ښکېل کارکوونکی وپېژني نو د هغه مرګ به ورته «جایز» وي، د وژلو حکم به یې صادر کړي. هرات کې د طالبانو تر ولکې لاندې د والي مطبوعاتي دفتر شنبه د سلواغې پر ۱۸مه، د نوموړي يوه وینا خپره کړې ده، چې په  هغې کې يې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې په اړه خبرې کړې دي. اسلام‌جار : «زه اداري فاسد ته د یوه تښتوونکي په سترګه ګورم او که د هغه مرګ روا وي، طالب ته وایم چې هغه ووژني.» نوموړی په همدې حال کې ټینګار کوي چې «قانون» دا مهال هغه د مرګ د حکم له صادرولو منع کړی، کنه د دغه اقدام ترسره کولو ته چمتو دی. په هرات کې د طالبانو والي دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې خپله طالبان د دولتي ادارو ترڅنګ، د کانونو په پروژو کې هم په پراخ اداري فساد تورن دي.

- Advertisment -spot_img