چهارشنبه, مارچ 4, 2026
چهارشنبه, مارچ 4, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

څه باندې ۹۲ سلنه افغان ماشومان د شري ضد واکسین شوي

 د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) ویلي چې په ۲۰۲۵ کال کې له ۱۰ کلنو کمر عمره شاوخوا ۹۲.۵ ماشومان له شري د مخنیوي کمپاین تر پوښښ لاندې راغلې دي. نوموړي سازمان په خپله اېکس پاڼه کې لیکلي چې دا کمپاین له نړیوالو شریکانو سره په همکارۍ شوی او په افغانستان کې د ماشومانو د خوندیتوب په موخه د پرله پسې هڅو پایله ده. یونیسف ټينګار کړی، چې د واکسیناسیون په پروګرامونه کې دوامداره پانګونه «یوازې د کاغذ پرمخ پرمختګ نه دی» او په مستقیم ډول د ماشومانو ژوند ژغوري. نړیوالو بنسټونو تل ټینګار کړی، چې د ماشومانو منظم واکسیناسیون په ځانګړې توګه په لرې او محرومو سیمو کې د هغو ناروغیو له امله د مړینې د کمېدو په برخه کې مهمه ونډه لري، چې د واکسین له لارې یې مخنیوی کېدای شي. ویل کېږي چې د دې پروګرامونو دوام او د روغتیايي بنسټونو پیاوړتیا به په افغانستان کې د راتلونکې نسل روغتیا ښه او د ساري ناروغیو د خپرېدو ګواښ به کم کړي.

- Advertisment -spot_img