چهارشنبه, مارچ 4, 2026
چهارشنبه, مارچ 4, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

تر مځکې لاندې دنیا ساینسيوهان حیران کړي

ساینسپوهانو د مځکې تر سطحې لاندې له یوې ډېرې حیرانوونکې او پېچلې نړۍ پرده پورته کړې، داسې نړۍ، چې حتی متخصصان یې هم فکر ته اړ اېستلي دي. د پوهانو په وینا، د ځمکې ژورو ته رسېدل د فضا لرې سیمو ته تر تګه هم ډېر ستونزمن دي. جالبه دا ده چې انسان د فضایي ماموریتونو له لارې تر میلیاردونو کیلومترو مزل کړی، خو د ځمکې په دننه کې تر اوسه یوازې څو کیلومتره ژوره کیندنه ممکنه شوې ده. وروستیو څېړنو ښودلې، چې د ځمکې په دننه کې دوه ستر او خورا تاوده ډبرین جوړښتونه شته، چې د ځمکې له سطحې زرګونه کیلومتره لاندې موقعیت لري. دا جوړښتونه دومره لوی دي، چې حجم یې د سپوږمۍ له یوې لویې برخې سره پرتله کېږي. د څېړنو له مخې، دا پټ او له اسراره ډک جوړښتونه تر افریقا او ارام سمندر (پاسیفیک) لاندې موندل شوي او له میلیونونو، بلکې میلیاردونو کلونو راهیسې د ځمکې د مقناطیسي میدان په ساتلو کې مهم رول لري؛ هغه مقناطیسي میدان، چې پر ځمکه د ژوند د خوندي پاتې کېدو لپاره ډېر حیاتي بلل کېږي. څرنګه چې دغو ژورو ته په مستقیم ډول تګ ممکن نه دی، ساینسپوهانو د پرمختللو کمپیوټري ماډلونو او لرغونو مقناطیسي معلوماتو په مرسته د ځمکې د تېر تاریخ څېړنه کړې ده. پایلې ښيي، چې د ځمکې دننه تودوخه هر ځای یوشان نه ده، بلکې په ځینو سیمو کې تر عادي کچې ډېره لوړه ده. پوهانو ويلي، دا موندنه نه یوازې د ځمکې د داخلي جوړښت په ښه پوهېدو کې مرسته کوي، بلکې په راتلونکي کې د طبیعي پېښو، د ځمکې د بدلونونو او د مقناطیسي بدلونونو د اټکل لپاره هم ډېره ارزښتناکه تمامېدلی شي. تر ځمکې لاندې دا پټه نړۍ تر اوسه د ساینس لپاره یوه لویه معما ده، خو نوې څېړنې انسان ته دا فرصت ورکړی، چې د خپلې سیارې په اړه یو ګام نور هم وړاندې ولاړ شي. تر اوسه انسان د ځمکې تر ټولو ژور سوری شاوخوا ۱۲٫۲ کیلومتره ښکته ایستلی دی. دا سوری د کولا سوپرډیپ بور‌هول (Kola Superdeep Borehole) په نوم پېژندل کېږي، چې د پخواني شوروي اتحاد له‌خوا د روسیې په شمال کې کیندل شوی و. دا پروژه په ۱۹۷۰م کال کې پیل شوه او په ۱۹۸۹م کال کې د سختې تودوخې او تخنیکي ستونزو له امله ودرول شوه. په هغه ژورو کې تودوخه د سانتي ګراد تر ۱۸۰ درجې پورې رسېدله، چې د وسایلو د کار وړتیا یې له منځه وړې وه.

- Advertisment -spot_img