چهارشنبه, مارچ 4, 2026
چهارشنبه, مارچ 4, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

پاکستاني رسنۍ: بلوچ بېلتون غوښتونکو ۱۲۶ بریدونه کړي

د پاکستان دي نیوز او جنګ ورځپاڼو راپور ورکړی، چې په بلوچستان کې فعالو وسله والو ډلو د رسمي احصایې له مخې په ۲۰۲۵ م کال کې ۱۲۶ بریدونه کړي، چې په ترڅ کې یې ۳۵ پښتانه او بلوڅان او ۵۲ پنجابیان وژل شوي دي. په دې راپور کې ادعا شوې، چې بلوڅ بېلتون غوښتونکو د پنجابیانو په پرتله، چې هغوی یې استعماګر بولي، د بلوچستان اصلي اوسېدونکي یعنې بلوڅ او پښتانه ډېر په نښه کړي دي. د بلوچستان د حکومت یوه جګپوړي چارواکي د «دی نیوز» د غوښتنې په ځواب کې ویلي، چې په ۲۰۲۵ کال کې «ترهګرو» پر ځایي بلوچ او پښتون ملکي وګړو ۱۲۶ بریدونه کړي، چې په ترڅ کې یې ۳۵ کسان وژل شوي او ۵۱ نور ټپیان شوي دي. برعکس، بلوچستان ته له نورو سیمو په راغلیو اوسېدونکو په ځانګړي ډول پنجابیانو، ۱۶ بریدونه شوي، چې په کې ۵۲ کسان وژل شوي او ۱۲ ټپیان شوي دي. د ورځپاڼې په وینا، دا شمېرې ښيي چې په بلوچستان کې د ترهګرۍ تر ټولو ډېر قربانیان هماغه ځایي بلوچ او پښتانه دي. ورځپاڼه زیاتوي، د رېلګاډو خدمتونه هم له بریدونو خوندي نه وو؛ پر اورګاډو ۱۰ بریدونه شوي، چې په کې ۲۹ کسان وژل شوي او یو ټپي شوی دی. د دې ترڅنګ، د اړیکو مهم سیستم زیانمن شوی او هغو وګړو ته خطرونه پېښ شوي چې د کار، زده‌کړو او درملنې لپاره یې سفر کاوه. تر ټولو ډېر زیان امنیتي ځواکونو او د قانون پلي کوونکو ادارو ته اوښتی دی. د رسمي اسنادو له مخې، د کال په اوږدو کې پر فرنټیر کور (FC) ۳۳۰ بریدونه شوي چې په کې ۱۸۴ ملېشه سرتېري وژل شوي او ۳۲۷ ټپیان شوي دي. پر پولیسو ۱۳۴ بریدونه شوي چې په کې ۳۲ سرتېري وژل شوي او ۱۲۳ ټپیان شوي دي او پر لېویز ځواک ۸۴ بریدونه شوي چې په کې ۱۷ سرتېري وژل شوي او ۲۷ ټپیان شوي دي.

- Advertisment -spot_img