چهارشنبه, مارچ 4, 2026
چهارشنبه, مارچ 4, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

نصیر احمد اندېشه: د طالبانو ځپونکي فرمانونه تلپاتې نه دي

جنیوا کې د افغانستان دایمي استازي، نصیر احمد اندېشه د طالبانو د “جزایي اصول‌ نامې” د تصویبېدو پر ضد څرګندونې کړې دي. هغه ویلي، قانون باید د خلکو د شخصیت استازیتوب وکړي، خو د طالبانو اوسني سخت او ځپونکي قوانین د افغانستان له ټولنیز او تاریخي واقعیت سره نه جوړېږي. اندېشه زیاته کړې، چې د طالبانو دغه فرمانونه او قوانین یوازې د یوې محدودې ډلې ایډیالوژي ده، چې نه په افغانسان کې مشروعیت لري او نه هم په نړیواله کچه د اعتبار څښتن دي. د نوموړي په باور د طالبانو ځپونکي فرمانونه په افغانستان کې تل پاتي نه دي. د طالبانو د جزايي اصول نامه په یوه سریزه، درې بابونو، لسو څپرکو او ۱۱۹ مادو کې ترتیب او د ملا هبت الله له لوري تصویب شوې ده. دغې اصول نامې د افغانانو ترمنځ پراخ غبرګونونه راپارولي او اندېښنه یې څرګنده کړې چې پکې په راغلو مادو او قوانینو افغانستان ډبرینې زمانې ته ټېل وهل شوی دی.

- Advertisment -spot_img