چهارشنبه, مارچ 4, 2026
چهارشنبه, مارچ 4, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

مدني فعالان: نړیواله ټولنه دې د بنګله دېش لږکیو ساتنه یقیني کړي

د ریپیلیک ورلډ رسنۍراپور ورکړی، چې په امریکا کې د سختې یخنۍ سره سره، د بنګله دېش د لږکیو پر وړاندې د تاوتریخوالي ضد سوله‌ییز لاریونونه په ۲۵ ښارونو کې ترسره شول. دغه لاریونونه د مدني ټولنو، بشري حقونو فعالانو او د بنګله دېش د کډوالو ټولنو له لوري تنظیم شوي وو. راپور کاږي، لاریونوالو د ښاروالیو او دولتي ودانیو مخې ته غونډې وکړې او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل، چې په بنګله دېش کې د هندوانو او نورو لږکیو د خونديتوب لپاره عملي ګامونه پورته کړي. ګډونوالو بینرونه او شعارونه پورته کړي وو، چې د تاوتریخوالي، کرکې او تبعیض پر ضد پیغامونه یې لېږدول. د لاریون پر مهال ګډونوالو په ځانګړي ډول د وژنو، کورونو ته د اور اچونو، جنسي تېريو، جبري بې‌ځایه کېدنو او هدفي بریدونو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړه. دوی ويلي، چې دا ډول پېښې نه یوازې بشري حقونه تر پښو لاندې کوي، بلکې د ټولنې ترمنځ وېره او بې‌باوري هم زیاتوي. د ريپبلیک ورلډ د راپور له مخې، لاریونوالو له ملګرو ملتونو، د بشري حقونو نړیوالو ادارو او د امریکا له حکومت څخه وغوښتل چې د بنګله دېش پر حکومت فشار واچوي، څو د لږکیو د ساتنې لپاره اغېزمن او دوامدار اقدامات وکړي. بشري حقونو فعالانو ټینګار وکړ، چې دا لاریونونه یوازې د اعتراض لپاره نه دي، بلکې د نړیوال وجدان د راویښولو هڅه ده، څو د بنګله دېش لږکي وکولای شي له وېرې پرته ژوند وکړي او خپل اساسي حقونه ترلاسه کړي.

- Advertisment -spot_img