چهارشنبه, مارچ 4, 2026
چهارشنبه, مارچ 4, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

طالبانو بامیانو کې درې نایان بنديان کړي

په باميانو کې ځايي سرچینې خبر ورکړی، چې د امر باالمعروف او نهي عن المنکر محتسبانو درې نایان په غربي سبک د ویښتانو د اصلاح کولو په تور نیولي دي. د سرچینو په خبره، یاد کسان د بامیانو په مرکز کې نیول شوي او د دغه ولایت په مرکزي زندان کې ساتل کېږي. طالبانو ادعا کړې، چې له دې وړاندې یې دغو کسانو ته په غربي سبک د ویښتانو د نه جوړولو سپارښتنه کړې وه. د سرچینو په خبره، طالبان په غربي سبک د نارینه‌وو د ویښتانو اصلاح «جرم» ګڼي. له دې وړاندې په ځينو نورو ولایتونو کې هم د ورته لامل له امله ګڼ نایان نیول شوي دي.

- Advertisment -spot_img