افغانې مېرمنې او د ښځو د حقونو فعالې، زرقا یفتلي د متحده عربي اماراتو له مشر څخه مننه کړې، چې هغې ته یې د بشري حقونو په برخه کې د “زاید انساني ورورولۍ جایزه” ورکړې ده. نوموړې په دې تړاو په خپاره شوي پیغام کې ویلي، “دا لاسته راوړنه یې فردي نه ده، بلکې د یوې ګډې او تاریخي مبارزې اعتراف دی؛ هغه مبارزه چې افغان ښځې یې د کلونو راهیسې د زړورتیا، استقامت او سترې قربانۍ سره پر مخ وړي.” زرقا یفتلي ټینګار کړی، چې د ښځو پر وضعیت چوپتیا او نړیواله بې پامۍ، په حقیقت کې ظلم ته مشروعیت ورکوي. هغې ویلي، دا جایزه د افغان ښځو د هيلو، عدالت، انساني کرامت او راتلونکې لپاره د هغوی د هڅو نړیواله پېژندنه ده. نوموړې همدارنګه څرګنده کړې، چې د ښځو ملاتړ د نړیوالو بنسټونو او مؤثره همکارۍ په مرسته باید دوام وکړي، څو د ښځو غږ په سیمه ییزو او نړیوالو کچو واورېدل شي او د هغوی حقونه په عملي توګه تضمین شي. زرقا یفتلي دا جایزه ټولو هغو ښځو او نجونو ته ځانګړې کړې، چې د محدودیتونو او ګواښونو سره سره د زده کړې، بشري حقونو او انساني ارزښتونو د ساتنې مبارزه او کار کوي. نوموړې ته دا جایزه څو اوونۍ وړاندې د متحده عربي اماراتو له خوا ورکړل شوې ده. د “زاید انساني ورورولۍ جایزه” یوه نړیواله جایزه ده چې هر کال هغو کسانو او بنسټونو ته ورکول کېږي چې د سولې، زغم، بشري حقونو او انساني ورورولۍ د پیاوړتیا لپاره کار کوي. دا جایزه د متحده عربي اماراتو د بنسټ ایښودنکي، د شیخ زاید بن سلطان ال نهیان په نوم نومول شوې او موخه یې د ملتونو او کلتورونو ترمنځ د تفاهم او بشري کرامت ملاتړ دی.



