لټ یږ» (Sloth bears) که څه هم په نامه لټ یا سُست یږ بلل کېږي خو دا ډول خرسان یا یږان د نړۍ تر ټولو عجیب او خطرناک یږان ګڼل کېږي. دا خرس په هند، نېپال او سريلانکا کې ژوند کوي ي او له دې سره سره چې بدن یې ډېر لوی نه دی، خو پر انسانانو د بریدونو شمېر یې تر نورو ټولو سترو غوښهخوړونکو ژویو څخه زیات دی. څېړنې ښيي، چې د ۱۹۵۰ او ۲۰۱۹ کلونو ترمنځ پر انسانانو د لټیږ له خوا تر ۱۳۳۷ زیات بریدونه ثبت شوي، چې دا شمېر د پړانګ، زمري او لېوه تر بریدونو هم ډېر دی، خو د دغو بریدونو له امله د مړینې کچه شاوخوا ۸ سلنه ده، چې د زمري او پړانګ تر بریدونو کمه ده، خو ټپونه، په ځانګړي ډول د مخ په برخه کې، ډېر سخت او د تل لپاره پاتې کېدونکي وي. د لټ یږ بریدګر چلند د ښکار لپاره نه وي. مېږي، وینې، چینجي او مېوه د دې حیوان خواړه دي. ساینسپوهان باور لري چې د لټ یږ «ناڅاپي او چټک برید» یو تکاملي دفاعي تاکتیک دی چې د سلګونو زرو کلونو په لړ کې د پړانګ په څېر د ښکارچیانو ترڅنګ د بقا لپاره رامنځته شوی دی. د پړانګ برعکس چې پر چټکتیا تکیه کوي، لټیږ پر دوو پښو درېږي او د خپلو اوږدو نوکانو په ګوزارونو هڅه کوي دښمن ووېروي او شاته یې وتمبوي؛ دا تګلاره په ډېرو نښتو کې د پړانګ د شاتګ سبب کېږي. ستونزه دا ده، چې د لټ یږ همدا دفاعي چلند له انسان سره د مخامخ کېدو پر مهال هم فعاله کېږي، حال دا چې انسان نه د پړانګ هومره چټک دی او نه د اغېزمنې تېښتې توان لري. لټ یږ پر انسانانو ډېر بریدونه هغه وخت کوي، چې ځايي خلک د لرګیو، شاتو یا د څنګلي ونو د ګلونو د راټولولو لپاره ځنګل ته ننوځي؛ هماغه وختونه چې لټ یږ هم د خوړو په لټه کې وي. د استوګنځایونو کمېدل، د ځنګلونو تخریب او د انسان او وحشي ژویو د فعالیتونو سره نژدې کېدا د دې ناڅاپي مخامخېدو احتمال زیات کړی دی. په عین حال کې لټ یږ د ایکوسیستم یو مهم غړی دی. دا د مېږو او وینو د نفوس په کنټرول، د تخمونو په خپرولو او د خاورې د ښېرازۍ په زیاتولو کې رول لري او د «ځنګل انجنیر» دنده ترسره کوي. له دې ډول یږ سره خوندي ګډ ژوند د هغه د له منځه وړلو له لارې نه، بلکې د هغه د پېژندنې، پوهاوي او متقابل تطابق له لارې شونی دی.



