د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف او د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توکایف د افغانستان له خاورې د امنیتي ګواښونو په اړه خبرې کړې دي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دواړو هېوادونو مشرانو ټینګار کړی، د افغانستان خاوره باید د نورو هېوادونو د امنیت لپاره ګواښ ونه ګرځي. د پاکستان او قزاقستان مشرانو د افغانستان امنیتي ثبات د سیمهییزو همکاریو لپاره یو مهم شرط بللی دی. په خبرپاڼه کې راغلي: «په دې برخه کې د افغانستان د ګډون پر ارزښت ټینګار وشو، څو د سیمهییزو اقتصادي همکاریو او د نښلوونکو بنسټیزو پروژو برخه شي، چې دا به د افغانستان د خلکو او ټولې سیمې په ګټه وي.» پاکستان تل طالبان د ترهګرو ډلو، په ځانګړي ډول د تحريک طالبان پاکستان (ټيټيپي) په ملاتړ تورن کړي دي. دا په داسې حال کې ده، چې قزاقستان تېر کال طالبان د دې هېواد د ترهګرو ډلو له نوملړه اېستلي دي.



