ملګرو ملتونو امنیت شورا ته خپل نوي رپوټ کې ویلي، افغانستان کې د داعش خراسان ډله، سره لدې چې بریدونه یې کم شوي، بیاهم سيمې او له سيمې اخوا ته یوجدي ګواښ جوړوي. ملګرو ملتونو د اسلامي دولت داعش ډلې د ګواښونو په اړه امنیت شورا ته خپل تازه رپوټ کې ویلي ددغې ډلې ګواښونه دنړۍ په بېلابېلو سیمو کې ګڼ او پیچلي شوي دي. “نړیوالې سولې او امنیت ته د تروریستي اعمالو د ګواښونو” ترعنوان لاندې د امنیت شورا غونډه د بریتانیا په مشرۍ چې اوس د شورا دوره ای ریاست په غاړه لري وشوه. د تروریزم ضد چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال الکسندر زویف د افغانستان په اړه غونډې ته وویل چې افغانستان کې د اسلامي دولت یا داعش د خراسان څانګه سیمې او له سیمې وراخوا یوجدي ګواښ جوړوي. د ملګروملتونو د عمومي منشي مرستیال الیکسندر زویف خپلو خبرو کې د تیرې جنوري میاشتې په ۱۹ کابل کې تروریستي برید ته هم اشاره وکړه چې په نتیجه کې یې اووه کسه مړه او د یوه کوچنی په شمول ګڼ شمیر نور ټپیان شول او مسئولیت د داعش خراسان ډلې په غاړه واخیست. طالبان وايي داعش خراسان ډله په افغانستان کې ځپل شوې او داسې پدیده نه شته چې هیواد ته ستونزه جوړه کړي. خو د تروریزم ضد چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال الکسندر زویف غونډې ته ویلي، چې دغه ډله او اړوند ګروپونه یې د تروریزم ضد دوامدارو فشارونو په وړاندې مقاومت کوي ، دوی د بهرنیو ترهګرو جنګیالو استخدام ته دوام ورکوي او له نوې تکنالوژي څخه خپله کارونه پیاوړې کوي. هغه زیاته کړه چې داعش د بسپنو ، غیرقانوني مالیو او د اختطافونو له لارې ځان تمویلوي. د ملګرو ملتونو مرستیال عمومي منشي امنیت شورا ته خپل رپوټ کې ویلي، چې داعش او اړوند ګروپونه یې هلې ځلې کوي، چې د افریقا په ځینو برخو په ځانګړې توګه د افریقا په لویدیځ او ساحل سیمه کې خپل حضور پیاوړی کړي او په خپلو امکاناتو او د ځمکو په کنټرول سره هلته سیمه ییزه بې ثباتي ژوروي او د امنیتي ننګونو ، بشري حقونو او د پرمختګ په وړاندې د ستونزو د حل لپاره د دولتونو امکانات کمزوري کوي. الیکسندر زویف ويلي، چې داعش په عراق او سوریه کې فعال دی او هلته د بریدونو او نویو هلوځلو له لارې محلي واکمني بې ثباته کوي.



