د طالبانوحکومت په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د امنیت په اړه اندیښنې بې ځایه بللې دي. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد نن پنجشنبې په خپله ایکسپاڼه کې په یوه بیان کې ویلي ” دا انديښنې ځکه مطرح کیږي چې افغانستان په دغه غونډه کې حضور نه لري، ترڅو خپل مستند دريځ او حقیقت وړاندې کړي او ځینې هیوادونه له همدې خلا څخه په استفادې د افغانستان د امنیت په باره کې پروپاګند کوي او تشویشونه اچوي.” “نړیوالې سولې او امنیت ته د تروریستي اعمالو د ګواښونو” ترعنوان لاندې د ملګروملتونو د امنیت شورا د چهارشنبې د ورځې په غونډه کې په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خراسان څانګه د سیمې د هیوادونو لپاره یوجدي ګواښ وبلل شوه. په دې غونډه کې ویل شوي چې په افغانستان کې د داعش خراسان څانګه، سره له دې چې بریدونه یې کم شوي دي خو بیاهم سيمې او له سيمې اخوا ته یوجدي ګواښ جوړوي. خو ښاغلي مجاهد یوځل بیا ټینګار وکړ، چې افغانستان امن دی او په دې هیواد کې هیڅ بهرنۍ او خپلسرې ډله حضورنه لري. د هغه په خبره داعش چې په افغانستان کې یې ماتې خوړلې، زموږ په ګاونډ کې یې ځاله جوړه کړې. د اسلامي دولت ډلې داعش د خراسان څانګې په دې وروستیو کې په کابل کې پر یوه چینایي رسټورانټ د برید مسئولیت واخیست چې د یوه چینایي وګړي په ګډون اوه تنه په کې ووژل شول. دې ډلې له دې مخکې د افغانستان په یو شمېر نورو سیمو کې او همدارنګه د افغانستان او تاجیکستان د پولې په اوږدو کې د یو شمېر بریدونو مسئولیت اخیستی.



