د کاپیسا ځايي سرچینو خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې د نبي کوهستاني په نوم پخوانی افغان پوځي په مرموز ډول وژل شوی دی. یاد پخوانی پوځي د کاپیسا د دویمې حصې ولسوالۍ د «ملا خلیل» کلي اصلي اوسېدونکی و. د سرچینو په خبره، نبي کوهستانی دوه میاشتې مخکې له ایران څخه را اړول شوی و. دا پېښه داسې مهال شوې، چې ګڼ پخواني افغان پوځیان د خوندیتوب په موخه ګاونډیو هېوادونو ته تللي، خو ځینې په جبري توګه را ایستل شوي دي. له دې وړاندې ځايي سرچینو خبر ورکړی و، چې د صبغتالله په نوم د پخواني حکومت نظامي و ، په «بوږنوونکې» توګه وژل شوی او ټوټه شوی مړی یې په فاریاب کې موندل شوی و.



