پنجشنبه, مارچ 5, 2026
پنجشنبه, مارچ 5, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

هسپانيه پر ماشومانو د ټولنیزو رسنیزو په کارولو بنديز لګوي

د هسپانیې لومړي وزیر، پدرو سانچیز، اعلان کړی، چې حکومت یې پلان لري تر ۱۶ کلونو کم عمره ماشومانو او ځوانانو باندې د ټولنیزو رسنیو پر کارولو بندیز ولګوي. د دوی پر وینا، د نوي قانون له مخې به د ټولنیزو رسنیو د کمپنیو مشران په شخصي ډول د خپلو پلټفارمونو له لارې د کرکې خپرولو او نامناسبو منځپانګو په وړاندې مسئول وي. سانچیز په دوبۍ کې د نړۍ د حکومتونو په سرمشریزه کې ویلي: “موږ به خپل ماشومان له ډیجیټل وحشي لوېدیځ څخه وژغورو او نور داسې ځای ته د هغوی یوازې پرېښودل نه منو، چې د هغوی لپاره نه وي جوړ شوی”. په دې پلان کې داسې سیسټمونه شامل دي، چې په رښتینې توګه د کاروونکو عمر تائیدوي، ترڅو ماشومان ونه شي کولی په اسانۍ سره بندیزونه ووهي. هسپانیه له پنځو نورو اروپایي هېوادونو سره یوځای د “ډیجیټل ارادې ایتلاف” جوړ کړی ترڅو په ګډه د انټرنیټي نړۍ لپاره پولې هاخوا مقررات پلي کړي. دا پرېکړه وروسته له هغه کېږي، چې د مصنوعي ځیرکتیا (AI) په مرسته د ماشومانو د نامناسبو تصویرونو جوړولو او د ټولنیزو رسنیو د روږديتوب په اړه په نړيواله کچه اندېښنې په زیاتېدو دي. تر هسپانیې وړاندې، اسټرالیا لومړی هېواد و چې ورته بندیز یې لګولی و.

- Advertisment -spot_img