د طالبانو سترې محکمې اعلان کړی، چې په کابل او فاریاب ولایتونو کې ۴۰ تنه په عام محضر کې په دُرو وهل شوي دي. د یادې محکمې د خبرپاڼې له مخې، په کابل کې ۳۷ کسان د نشهيي توکو ګولیو د پېر او پلور، قاچاق، دغه راز د شیشې، الکولي مشروباتو او چرسو په تور په دُرو وهل شوي دي. هر کس ته له ۱۰ تر ۳۹ دُرو پورې سزا ورکړل شوې او له اوو میاشتو تر درې کلونو پورې تنفیذي بند محکوم شوي دي. همداراز، د فاریاب ولایت د شیرینتګاب ولسوالۍ کې درې کسان د «شرابو د تولید، پلور او څښلو» په تور په دُرو وهل شوي دي. هر یو ته ۳۹ دُرې وهل شوې او پر دوو کلونو تنفیذي بند محکوم شوي دي. له هغه وخت راهیسې چې طالبان یو ځل بیا پر افغانستان واکمن شوي، دې ډلې څو ځله تورن کسان په عام محضر کې په دُرو وهلي او همدارنګه ۱۲ کسان یې د سلګونو نندارچیانو په حضور کې اعدام کړي دي. نړیوالو بشري حقونو بنسټونو د تورنو کسانو اعدام او بدني سزاوې د نړیوالو قوانینو او د انساني کرامت خلاف بللي او د دغو سزاوو د درولو غوښتنه یې کړې ده.



